یمني پوځ: د سعودي د نفتو پر لېږد کرښو مو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو د سعودي عربستان د نفتو د لېږد پر مهمو کرښو د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” ویلي، چې د سعودي عربستان له ختیځې سیمې څخه د ینبع بندر پر لور د نفتو د لېږد پر کرښو یې څو بېپیلوټه الوتکې کارولي او بریدونه یې ترسره کړي دي.
نوموړي ادعا کړې چې دغه بریدونه د سعودي له لوري د یمن د هوايي حریم د نقض په غبرګون کې شوي دي.
بل لور ته، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هېواد په ختیځ ولایت کې د نفتو ځینې تاسیسات په نښه شوي دي.
سعودي چارواکو ادعا کړې،چې دغه بېپیلوټه الوتکې له عراق څخه توغول شوې وې، خو تر اوسه د دې ادعا په اړه عراقي چارواکو کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د سعودي عربستان ختیځ ولایت، په ځانګړي ډول د دمام شاوخوا سیمې، د نفتو د تولید او صادراتو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي او د دغه هېواد د انرژۍ ستر تاسیسات پکې موقعیت لري.



