امریکا: د ایران توغندیز برید مو شنډ کړ؛ تهران بیا د امریکا پر اهدافو د برید ادعا کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي، ایراني ځواکونو د منځني ختیځ په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر لور څو بالستیک توغندي توغولي، خو ټول توغندي د امریکا دفاعي سیسټمونو شنډ کړي دي.
په همدې حال کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا توغندیزو بریدونو د اهواز، آبادان، شادګان او اروندکنار شاوخوا سیمې په نښه کړې، چې له امله یې د اهواز په ځینو برخو کې برېښنا هم پرې شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران تېره شپه پنځه توغندي توغولي وو چې ټول شنډ شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به پر ایران سخت بریدونه وکړي، خو زیاته کړې چې لا هم د یوې احتمالي هوکړې لپاره فرصت شته.
په ورته وخت کې، په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعاوې هم خپرې شوې چې ګواکې له کویټه د ایران پر لور توغندي توغول شوي، خو تر اوسه د دې ادعا په اړه د کومې باوري او خپلواکې سرچینې رسمي تایید نه دی شوی.



