خیبرپښتونخوا: پر امنیتي پوستې برید کې ۱۵ پوليس وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته د وسلوالو په برید کې لږ تر لږه ۹ پولیس وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا برید د چهارشنبې په ماښام شوی او د هنګو د پولیسو مسؤل طارق حبیب ویلي، په پېښه کې ۲۲ نور پولیس هم ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د پلټنې او تصفیې عملیات پیل کړي.
ځايي سرچينې وايي، په دې برید کې د پولیسو د مرستیال قوماندان دیار خان په ګډون لږ تر لږه اووه پولیس وژل شوي او د جګپوړي افسر مجاهد حسین په ګډون ۲۲ نور ټپیان دي.
د تحريک طالبان پاکستان تنظيم د بريد مسؤليت منلی او ويلي دي چې په عملیاتو کې ۱۸ پاکستاني پوځیان ژوندي نیول شوي او د پوستې وسلې، مهمات، نظامي تجهیزات او نور پوځي وسایل یې لاس ته ورغلي دي.
پاکستاني طالبان د پخوا په پرتله ډېر ځواکمن شوي او د خیبرپښتونخوا ډیری سيمې يې د پاکستان له حکومت څخه نيولي چې اوس مهال پکې خپل نظامي او ملکي تشکيلات لري او اولسي خلک د حکومتي ادارو پر ځای پاکستاني طالبانو ادارو ته خپلې ستونزې وړاندې کوي او فيصلې پرې کوي.



