له اسلام کلا بندره تر ۵۳۵ ټنو ډېر غیرمعیاري ودانیز او مصرفي توکي بېرته صادر شول

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې اعلان کړی چې د تخنیکي ارزونو له بشپړېدو وروسته یې د اسلام کلا بندر له لارې له ۵۳۵ ټنو ډېر غیرمعیاري ودانیز او مصرفي توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، بېرته صادر شوي توکي ۵۳۵ زره او ۸۷۰ کیلوګرامه تور سمنټ، نبشي، ګاډر اوسپنې، قیر، قالینې او جامې دي، چې د کیفیت او معیارونو له ازموینو وروسته له ملي معیارونو سره سمون نه درلود.
ادارې ټینګار کړی چې هېواد ته د بېکیفیته توکو د داخلېدو د مخنیوي په موخه به د وارداتي توکو تخنیکي ارزونه او د کیفیت څارنه دوام ولري، ترڅو یوازې معیاري توکي د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.



