یوه میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلیو له لارې له ۷۱۶ زره ټنو ډېر توکي لېږدول شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۷۱۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په لېږدول شویو توکو کې ۲۸۳۸ مټریک ټنه صادرات هم شامل دي، چې د هېواد د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا ښکارندويي کوي.
د ټولګټو چارو وزارت ټینګار کړی چې د اوسپنې پټلیو د خدمتونو د پراختیا او کیفیت د ښه والي لپاره هڅې روانې دي، څو سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې او معیاري ترانسپورټي خدمتونه برابر شي.



