چین امریکا ته: د ایران سره پر سوداګرۍ کوونکو شرکتونو بندیزونه به ناوړه پایلې ولري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
چین امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که واشنګټن له ایران سره د سوداګرۍ کوونکو چینايي شرکتونو پر وړاندې خپل بندیزونه پراخ کړي، بیجینګ به یې پر وړاندې متقابل اقدامات وکړي.
د چین حکومت ټینګار کړی چې له ایران سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې باید له خنډ سره مخ نه شي او امریکا باید د چینايي شرکتونو پر فعالیتونو د فشار له زیاتولو ډډه وکړي.
بیجینګ ویلي، د ایران او چین ترمنځ عادي سوداګري د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو برخه ده او د امریکا له لوري د یو اړخیزو بندیزونو پراخول به د چین له غبرګون سره مخ شي.
چین په وروستیو کلونو کې د ایران له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه پاتې شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د امریکا د بندیزونو سربېره هم دوام لري.



