پاکستان له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان حکومت له امریکا غوښتي چې د دغه هېواد د اقتصادي او پولي ثبات د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي اسانتیاوو یو ځانګړی چوکاټ رامنځته کړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، له واشنګټن څخه د دې غوښتنې په اړه ترسره شوې خبرې رغنده وې او اسلام‌اباد تمه لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د امریکا ځواب ترلاسه کړي.
نوموړي ویلي، دغه مالي چوکاټ به د پاکستان د اقتصادي او پولي ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.
پاکستان په داسې حال کې له امریکا د پراخو مالي اسانتیاوو غوښتنه کوي چې اسلام‌اباد له اقتصادي فشارونو، د بهرنیو اسعارو د کمښت او د مالي ثبات له ننګونو سره مخ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button