د کوېټ سوداګریز شرکت په افغانستان کې پانګه‌ونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۵ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې وزیر نورالدین عزیزي د کوېټ د «مجموعة السایر» سوداګریز شرکت له اجراییوي رییس ابوناصر محمد سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې ابوناصر محمد په افغانستان کې پانګه‌ونې او سوداګریزو فعالیتونو ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او بهرنیو بازارونو ته د افغان توکو د صادراتو لپاره ګڼ فرصتونه شته.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم پانګه‌والو او سوداګرو ته د وزارت د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخو کې فعالیت پانګه‌والو ته مناسب فرصتونه برابرولای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button