د افغانستان او د روسیې ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د روسیې د چلیابینسک ولایت د نړیوالو او بینالمنطقوي همکاریو له وزیر نیکیتا کورنیینکو سره لیدلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او چلیابینسک ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او د دواړو لورو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو خبرې شوې دي.
عزیزي ویلي، افغانستان له چلیابینسک ولایت سره د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا ته لېوالتیا لري. په دې ناسته کې د بانکي تعاملاتو د اسانتیاوو په اړه هم بحث شوی دی.



