د افغان پُست رئيس له چین، مالیزیا او بنګله‌دېش سره د پُستي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي رحمت‌الله مکي او ورسره مل پلاوي د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې (APPU) د ۱۴مې کنګرې په څنډه کې د چین، مالیزیا او بنګله‌دېش د پُستي ادارو له مسؤولینو سره جلا لیدنې کړې دي.

په دغو لیدنو کې د پُستي خدمتونو د پراختیا، کیفیت ښه والي، د تجربو شریکولو او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د افغان پُست په وینا، په لیدنو کې د نړیوالو پارسلونو، اکسپرېس او لوژستیکي خدمتونو، برېښنايي سوداګرۍ او پُستي تبادلاتو په برخو کې د همکاریو پر فرصتونو بحث شوی او د پُستي تبادلاتو پر مهال د شته ستونزو د حل او د دغو خدمتونو د لا اسانه او منظم ترسره کېدو لپاره د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button