د افغانستان او روسیې داغستان ترمنځ د ۱۴.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
کابل کې د افغانستان او روسیې د داغستان جمهوریت د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په موخه د B2B غونډه ترسره شوې، چې د ۴۵ افغان او ۱۵ داغستاني شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و. په غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، لېږد رالېږد او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د مخامخ سوداګریزو ناستو په پایله کې د ودانیزو توکو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدمتونو په برخو کې د ۱۴.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت څلور سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
دواړو لورو د اقتصادي اړیکو او د سوداګریزو لېږد رالېږد د اسانتیاوو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.



