د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې په ۱۲مه، په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د «افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز» د بنسټ ډبره کېښوده.

د بهیر ګروپ خصوصي شرکت له لوري پر دغه مرکز شاوخوا ۷۵ میلیونه ډالر پانګونه کېږي او د جوړېدو چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.

مرکز به په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او د فعالیت له پیل سره به افغانستان د دیني او عصري علومو د نصابونو د چاپ او نشر اړتیاوې تر ډېره په کور دننه پوره کړي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button