روسیه کې افغان سفیر د ختیځ اقتصادي مجمع نړیواله ناسته کې ګډون وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
په مسکو کې د افغانستان سفیر “مولوي ګل‌حسن حسن” د روسیې په ولادیوستوک ښار کې د «ختیځ اقتصادي مجمع» په نړیواله ناسته کې ګډون کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړي د یادې غونډې په څنډه کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ‘ایګور لویتین” او یو شمېر نورو روسي چارواکو سره کتلي دي.

سرچینې ویلي، چې په دغو کتنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button