مهاجرينو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۳۰۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۳۰۱ کورنۍ، چې ۱۴۷۷ غړي یې لرل، افغانستان ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د ورځني کاري راپور له مخې، له ۲۳۴ کورنیو او ۱۲۷۸ کسانو سره د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د لېږد په برخه کې مرسته شوې او د ۲۷۰ کورنیو لپاره ټولټال ۲ میلیونه او ۱۳۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.

راپور زیاتوي چې راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ۶۰۱۲ خوراکه خواړه، ۱۹۰ سیمکارتونه وېشل شوي او په کابل او اسلام‌کلا کې ۱۴۱ ناروغان تداوي شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button