د ترافیکي پېښو عامل موټر چلوونکو د نیولو او محکمې ته د معرفي کولو امر شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت مشرتابه کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو عامل موټر چلوونکي ونیسي او له نیولو وروسته یې محاکمو ته معرفي کړي.

د حکم له مخې، ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت هم مکلف دی چې په دې برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

په حکم کې ټینګار شوی چې د ترافیکي پېښو د قضیو د څېړلو پر مهال باید د زیانمنو شویو کورنیو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي. دغه امر له خپرېدو سره سم د تطبیق وړ بلل شوی او په رسمي جریده کې به هم خپور شي.

مربوطه مطالب

Back to top button