ننګرهار کې د تورغر نوې ولسوالۍ د اداري کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت والي ملا محمد نعیم اخند د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د تورغر نوې ولسوالۍ د اداري کمپلکس د جوړولو چارې پرانیستې.
د کمپلکس په جوړښت کې به د ولسوالۍ مقام، امنیه قوماندانۍ او د دولتي ادارو لپاره اړینې ودانۍ او ملحقات شامل وي.
تورغر ولسوالۍ د ننګرهار د سرهرود او خوږیاڼو ولسوالیو ترمنځ د خلکو د غوښتنې او د اسلامي امارت د مشرتابه په منظورۍ رامنځته شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، تر دې وړاندې یې د پراخې جغرافیې له امله د اداري چارو لپاره د سرهرود او خوږیاڼو ولسوالیو مرکزونو ته اوږده او ستونزمن سفرونه کول، خو د نوې ولسوالۍ له جوړېدو سره به د هغوی اداري ستونزې او د دولتي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزه کمه شي.



