ایراني ځواکونه: د امریکا دښمنانه اقدامات به بې ځوابه پاتې نه شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسله والو ځواکونو مرکزي “قرارګاه” ویلي، چې په هېڅ ډول شرایطو کې به د ایراني ولس له حقوقو څخه شاته نه شي او د امریکا د دښمنانه اقداماتو په ځواب کې به دښمن ته درانه زیانونه واړوي.
د ایران وسله والو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول دښمنانه اقدام به بېځوابه پاتې نه شي او د هېواد وسله وال ځواکونه د ولس له حقونو او ګټو د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
په اعلامیه کې ویل شوي، که د امریکا دښمنانه اقدامات دوام وکړي له سختو او درنو زیانونو سره مخ شي.
د ایران د وسله والو ځواکونو مرکزي قرارګاه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.



