اسلامي امارت زعیم: د علماوو دنده د ټولنې اصلاح او د راتلونکي نسل روزنه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وايي، د اسلامي امارت زعیم د کندهار ولایت مقام کې د بېلابېلو ولسوالیو د مدارسو له علماوو او مهتممینو سره په جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې ګډون او وینا کړې ده.
د فطرت په وینا، د اسلامي امارت زعیم په خپله وینا کې علم د انسان د ژوند او پرمختګ لپاره حیاتي وباله او له علماوو یې وغوښتل چې د خلکو د اصلاح، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د ټولنې د فساد د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي. هغه ټینګار کړی چې علما باید خپل علم پټ نه کړي او د زدهکوونکو د علمي او اخلاقي روزنې لپاره جدي هڅې وکړي.
نوموړي له علماوو وغوښتل چې د مدارسو د زدهکوونکو د روزنې کیفیت لوړ، له درس، کتاب او مطالعې سره یې لېوالتیا زیاته او د راتلونکي نسل د سالمې روزنې لپاره کار وکړي.



