کونړ کې زلزله‌ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو لپاره ۴۶۳ زره ډالره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د عامې روغتیا وزارت په کونړ ولایت کې زلزله‌ځپلو ته د روغتیا، تغذیې او پاکوالي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له «اسلامیک ریلیف ورلډوایډ» مؤسسې سره د ۴۶۲ زره او ۹۵۹ ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د وزارت په وینا، دغه پروژه به د یوه کال لپاره عملي شي او د دوو روغتیايي مرکزونو او دوو ګرځنده ټیمونو له لارې به ۵۶۴۰ تنه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button