ذبيح الله مجاهد: تېر کال ۶۰۲ عملیات ترسره او زرګونه وسلې او نشهيي توکي نیول شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام پر مهال ویلي، په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې په ټول هېواد کې ۶۰۲ عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د نوموړي په وینا، د مخالفینو پېچلي پلانونه، پټنځایونه او خطرناکې شبکې افشا او له منځه وړل شوي دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د شپږو ګاونډیو هېوادونو پر پولو د امنیت د ټینګښت لپاره سرحدي ځواکونه په اړینو سیمو کې ځای پر ځای شوي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې چمتو دي.
نوموړي ویلي، د دفاع وزارت د تېر یوه کال په عملیاتو کې ۲۸۵۸ میله سپکې او درنې وسلې، له ۲۵ زرو ډېرې د وسلو مرمۍ، چاودېدونکي توکي، قاچاقبران، وسایط او زرګونه څاروي نیولي دي.
د مجاهد د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۱ زره ۲۵۸ کیلوګرامه تریاک، ۴۱۸۲ کیلوګرامه چرس، ۵۸ کیلوګرامه شیشه او ۱۷ بوتله شراب هم نیول شوي او اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د مجاهد په وینا، د افغانستان اسلامي اردو ۲۰ زره ۷۵۱ تنه منسوبین ښوونیزو بنسټونو ته جذب کړي او ۱۹ زره ۷۵۳ تنه نور ترې فارغ شوي دي.
هغه زیاته کړې، د دفاع وزارت ۲۷۵ منسوبین له ۶۰ بېلابېلو وسایطو سره د کډوالو د انتقال لپاره ګمارلي چې له سرحدي سیمو او کمپونو څخه د کډوالو د لېږد او اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې فعالیت کوي.



