ذبیح الله مجاهد: تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ پېچلې اداري پروسې ساده شوې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیحالله مجاهد” وایي، چې د چارو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست تېرو پنځو کلونو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو ۹۲۸ پېچلې او وختنیوونکې اداري پروسې ساده او مستندې کړې دي.
مجاهد وایي، په دغو پروسو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ۲۰۳، د لوړو زده کړو وزارت ۲۱۴، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۱۴۰ او د پوهنې وزارت ۱۳۶ اداري پروسې شاملې دي.
د نوموړي په وینا، د یادو ادارو ترڅنګ د نورو حکومتي بنسټونو لسګونه اداري پروسې هم ساده او مستندې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، د اداري پروسو ساده کول د مراجعینو لپاره د چارو د اسانتیا، د وخت د سپما او د دولتي ادارو د خدماتي بهیر د چټکتیا په موخه ترسره شوي دي.



