لغمان کې د ۱۸۸ زره ډالرو په لګښت د استنادي دېوالونو دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د عزیزخان‌کڅ او زیړانیو د استنادي دېوالونو دوه پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.

د عزیزخان‌کڅ دېوال ۵۰۰ متره او د زیړانیو دېوال ۶۸۰ متره اوږدوالی لري، چې په بشپړېدو سره یې سلګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button