یمني ځواکونو د المخا ستراتیژیک ښار کنټرول ترلاسه کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمني رسنیو د راپورونو له مخې د یمن حوثي ځواکونو د تعز ولایت اړوند د المخا د ستراتیژیک ښار کنټرول ترلاسه کړی دی.
ویل کېږي چې یمني حوثي ځواکونو د سعودي عربستان له ملاتړه د برخمنو ملېشو پر وړاندې په وروستیو پرمختګونو کې د حیس او الخوخة سیمې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې او اوس یې د المخا پر لور پرمختګ کړی دی.
المخا د یمن په لوېدیځ کې د سره سمندرګي پر ساحل پروت مهم بندري ښار دی. دغه ښار د بابالمندب تنګي ته نږدې موقعیت لري او د جغرافیایي او سمندري اهمیت له امله د یمن په جګړه کې ستراتیژیک ارزښت لري.



