د کورنیو چارو وزارت درې کسیز پلاوی له چین څخه تر اووه ورځني سفر وروسته راستون شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي زین‌الله عابر په مشرۍ د دې وزارت درې کسیز پلاوي په چین کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په ګډون او د دغه هېواد له امنیتي او اداري مسؤلینو او د ۱۲۷ هېوادونو له استازیو سره له لیدنو وروسته خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه.

د کورنیو چارو وزارت د مقام سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب په کنفرانس کې د اسلامي امارت د امنیتي تګلارو، د هېواد د امنیتي وضعیت او لاسته راوړنو په اړه وینا کړې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، افغان پلاوي د چین، متحده عربي اماراتو، ایران، پاکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له استازیو سره جلا کاري لیدنې هم کړې او د سفر په وروستۍ ورځ یې په چین کې د اسلامي امارت له سفارت سره لیدنه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button