عراقچي: د هرمز تنګي پرانیستلو لپاره باید امریکا اسلام آباد تړون ته وګرځي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران اساسي شرط دا دی چې امریکا د اسلام آباد تړون وګرځي.

عراقچي ویلي، د عمان په غونډه کې د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ لپاره د نوې لارې د رامنځته کولو موضوع هم د اجنډا یوه برخه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي په اړه هر ډول پرېکړه به د ایران د امنیتي او ملي ګټو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button