ټکر کارلسن: د میناب په ښوونځي برید د امریکا پر لمن د شرم تلپاتې داغ دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
امریکايي خبریال او شنونکي “ټکر کارلسن” ویلي، د ایران په میناب کې د شجره طیبه ښوونځي د ماشومانو وژنه د امریکا پر لمن د شرم تلپاتې داغ دی.
کارلسن ویلي، دی د یوه امریکايي په توګه له دې امله د شرم احساس کوي چې دغه پېښه رامنځته شوې او د امریکا حکومت یې په تړاو بښنه نه ده غوښتې.
نوموړي ټینګار کړی چې هر امریکايي باید د دغې پېښې په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د شرم احساس وکړي.
کارلسن د ایران د پخواني مذهبي مشر “آیتالله خامنهاي” ترور هم د شرم وړ کړنه بللې او ویلي یې دي چې د مذاکراتو پر مهال د ایراني رهبر وژل به «نه جبرانېدونکې پایلې» ولري.
هغه زیاته کړې چې د ایران د مذهبي رهبر مقام یوازې تر ایران محدود نه و، بلکې په نړیواله کچه یې د شیعه مسلمانانو په منځ کې ځانګړی اهمیت درلود.



