امریکايي لیکوال: په لوېدیځه اسیا کې د امریکا نفوذ په بشپړه توګه له منځه تللی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
یو امریکايي لیکوال او رسنیز فعال وایي، په لوېدیځه اسیا کې د واشنګټن نفوذ په بشپړه توګه له منځه تللی او په سیمه کې د امریکا تر مشرۍ لاندې نظم پای ته رسېدلی دی.

“مایک اډمز”پر ټولنیزې شبکې «ایکس» لیکلي چې «هر څه پای ته ورسېدل» او له دې وروسته به د امریکایانو لپاره چارې ډېرې ستونزمنې شي.

نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ «ډېر خراب کار وکړ».

اډمز د جیوپولیټیکي چارو د شنونکي ‘برانډن وایکرټ” د یوې لیکنې برخه هم خپره کړې، چې پکې ویل شوي د امریکا تر مشرۍ لاندې نظم پای ته رسېدلی او سعودي عربستان باید د یمن له انصارالله سره هوکړې ته ورسېږي.

په لیکنه کې ټینګار شوی چې د سیمې نور هېوادونه هم باید له انصارالله سره د هوکړې لپاره ورته اقدام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button