سعودي عربستان د ۴ سلنې نړیوالو تېلو د صادراتو د درېدلو له ګواښ سره مخ دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

رویټرز د سعودي د تېلو د پېرېدونکو او سوداګرو له قوله راپور ورکړی چې که د دغه هېواد د تېلو اصلي نل‌لیکه چې سره سمندر ته غځېدلې، په څو ورځو کې بېرته فعاله نه شي، د صادراتو لپاره د سعودي د تېلو زېرمې به پای ته ورسېږي.

سرچینې وايي، د نل‌لیکې د درېدلو له امله ښايي د نړۍ تر ۴ سلنې پورې د تېلو عرضه له خطر سره مخ شي.

د رویټرز د سرچینو د اټکل له مخې، د نل‌لیکې د زیان ترمیم ښايي له پنځو تر شپږو اوونیو وخت ونیسي، خو ځینې سرچینې وايي چې ترمیم به تر دې ژر بشپړ شي او د ترمیم پر مهال هم د نل‌لیکې د پمپ کولو چارې په جزوي ډول بېرته پیل کېدای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button