ګوترېش: نړۍ سولې ته اړتیا لري حکومتونه دې نړیوال قوانینو ته درناوی وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ملګرو ملتونو سرمنشي “انټونیو ګوترېش” وایي، نړۍ له غزې او د منځني ختیځ له پراخ کړکېچ څخه نیولې تر اوکراین، سوډان او نورو سیمو پورې سولې ته جدي اړتیا لري.
ګوترېش ټینګار کړی، چې حکومتونه باید د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي او د هېوادونو حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي رعایت کړي.
نوموړي د اختلافاتو د سولهییز هواري غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی د حکومتونو له مهمو ژمنو څخه دی.



