ایران کې د امریکايي F۱۵ الوتکې د نسکورېدو او د دوو پیلوټانو د ژغورنې جزئیات خپاره شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا «سي‌بي‌اېس نیوز» د «۶۰ دقیقې» په خپرونه کې په جنوبي اصفهان کې د یوې امریکايي F۱۵ جنګي الوتکې د نسکورېدو او د هغې د دوو عملې د ژغورنې د عملیاتو جزئیات خپاره کړي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان براد کوپر ویلي، یاده الوتکه د اپرېل پر دویمه شپه د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو له پروګرام سره د تړلو صنعتي تاسیساتو د برید پر مهال په یوه ځمکني توغندي ویشتل شوې او دواړو عملې ځانونه ترې ایستلي وو.

د راپور له مخې، امریکايي ځواکونو شاوخوا شپږ ساعته وروسته یو پیلوټ له ایران څخه ایستلی، خو دویم پیلوټ چې «براوو» عملیاتي نوم یې درلود، د پراشوټ له زیانمنېدو وروسته ټپي شوی او غرنیو سیمو ته تللی و.

سي‌بي‌اېس نیوز وايي، د ایران ځواکونه تر هغه څو سوه مترو پورې نږدې شوي وو، خو سي‌آی‌اې د لټون د مسیر د بدلولو لپاره د فریب عملیات ترسره کړي دي.

د کوپر په وینا، د «براوو» د ژغورنې لپاره له ۹۰ ډېر امریکايي سرتېري ایران ته داخل شوي وو او له ژغورنې وروسته دوه امریکايي الوتکې او څو «لېټل برډ» چورلکې له منځه یووړل شوې، څو حساس تجهیزات یې د ایران ځواکونو لاس ته ونه لوېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button