بلخي: اسلامي امارت له نړۍ سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند “عبدالقهار بلخي” وایي، اسلامي امارت له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی.
بلخي له «سيبياېس» سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ د افغانانو دي او د دغو شتمنیو کنګل پاتې کېدل د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي.
نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت به د افغانستان پر بانکي او نظامي شتمنیو معامله ونه کړي.
بلخي زیاته کړې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او همکاریو غوښتونکی دی.
د نوموړي په وینا، نجونو ته په کور کې د زدهکړو اجازه شته او هغوی کولای شي خپلې زدهکړو ته په انلاین بڼه یا په کور کې د ښوونکو له لارې دوام ورکړي.



