عبدالملک حوثي: د مکې او نورو مقدسو ځایونو پر وړاندې د برید فکر هم نه شو کولی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي مقاومتي حرکت مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” ویلي، چې د مکې مکرمې په ګډون پر مقدسو ځایونو د برید فکر هم نه شي کولی او د دغو ځایونو حرمت د مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
حوثي ټینګار کړی چې د یمني ځواکونو دفاعي فعالیتونه باید د مقدسو ځایونو پر وړاندې د ګواښ په توګه تعبیر نه شي. نوموړي ویلي، مکه مکرمه او نور اسلامي مقدسات د ټولو مسلمانانو اړوند دي او د هغوی د حرمت ساتل د یمن د خلکو لپاره مهم اصل دی.
د انصارالله د مشر څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ د روانې ترینګلتیا په تړاو ځینو لورو د مکې مکرمې او نورو مقدسو ځایونو په اړه اندېښنې مطرح کړې دي.
حوثي په څرګندو ټکو ویلي چې د مکې مکرمې په ګډون د مقدسو ځایونو د زیانمنولو یا پرې د برید تصور د دوی د پالیسۍ برخه نه ده.
حوثي همداراز ټینګار کړی چې د یمن شخړه باید د مقدسو ځایونو له موضوع سره ګډه نه شي او د دې موضوع په اړه باید له دقیقو معلوماتو پرته ادعاوې ونه شي.


