د قطر د ملي امنیت سلاکار او د ترکیې د استخباراتو رئیس کابل ته راغلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۵ل)
سرچینې تأییدوي چې د قطر د ملي امنیت شورا سلاکار او د ترکیې د استخباراتو رئیس کابل ته راغلي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دواړه چارواکي به په کابل کې د اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د کابینې له غړو سره لیدنې وکړي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې یاد چارواکي کندهار ته هم سفر وکړي او د اسلامي امارت له مشر سره لیدنه وکړي.
اسلامي امارت تر اوسه کابل ته د دغو چارواکو د سفر په اړه رسمي څه نه دي ویلي.



