په کونړ کې د پاکستان هوايي برید؛ درې تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس “نجیبالله حنیف” وایي، د پاکستان پوځ نن سهار شاوخوا درې بجې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ هوايي برید کړی دی.
د حنیف په وینا، په دغه برید کې درې تنه شهیدان او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې د پاکستان په هوايي برید کې یو کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.



