عربي شنونکی: ایران د امریکا او اسرائیلو پوځي معادلې ګډې وډې کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۵ل)
عرب شنونکي ‘عبدالباري عطوان” ویلي، چې ایران د خپلو ځانګړو پوځي تاکتیکونو او پرمختللو توغندیو په وسیله په سیمه کې پوځي معادلې بدلې کړې او د امریکا او اسرائیلو ځواکونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
عطوان د «رایالیوم» په یوه یادښت کې ادعا کړې، چې د ایران توغندیزو بریدونو د امریکا پر سیمهییزو پوځي اډو د واشنګټن د پوځي ځواک او نړیوال اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
نوموړي د سعودي عربستان لپاره د امریکا د اف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي پلور په اړه هم ویلي، چې د الوتکو سپارل به څو کاله وخت ونیسي او په دې موده کې په لوېدیځه اسیا کې د پام وړ سیاسي او پوځي بدلونونه رامنځته کېدای شي.



