خلیل الحیه: د یمن جګړه کې د منځګړیتوب رول لوبولی شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر “دکتور خلیل الحیه” ویلي چې که ښکیل لوري ترې غوښتنه وکړي د یمن روانه جګړه کې د منځګړیتوب رول لوبولی شي.
الحیه د «العربي» تلویزیون سره په مرکه کې، د یمن په اړه د منځګړیتوب په تړاو د خبرو پر مهال ویلي: «موږ د عربي او اسلامي هېوادونو د ولسونو پر وینې بهیدنې خواشینې یو او د یمن انصارالله حرکت سختو شرایطو کې د غزې مرسته کړې ده.
هغه ټینګار کړی چې حماس د اسلامي او عربي امت له خلکو سره خپلې اړیکې او دریځونه د وفادارۍ پر بنسټ تنظیموي.



