امنيتي مسوولين: نورستان کې د «شر او فساد» د ۴۰۰ کسیزې ډلې د راوښتلو هڅه ناکامه؛ ۳۰ ژوندي نیول شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، په نورستان ولایت کې یې له پاکستانه د افغانستان خاورې ته د «شر او فساد» ډلې د شاوخوا ۴۰۰ غړو د را اوښتلو مخه نیولې ده.
محمدي وايي، په نښته کې د دغې ډلې لسګونه وسلهوال وژل شوي، د ۲۰ کسانو جسدونه افغان ځواکونو ته پاتې شوي او ۳۰ نور کسان ژوندي نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، اوس مهال د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د یادې ډلې پر وړاندې تصفیوي عملیات روان دي.



