د سرطان د بېوزلو ناروغانو لپاره د ۱۰۰ بستریز خیریه روغتون طرحه تصویب شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سرطان ناروغیو د درملنې لپاره د یوه تخصصي خیریه روغتون د جوړېدو طرحه تصویب کړې ده.

د خونې د مسوولینو په وینا، دغه روغتون به په لومړي پړاو کې ۱۰۰ بستره ولري او په ځانګړي ډول به د هغو بېوزلو سرطاني ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره ځانګړی وي چې د درملنې مالي توان نه لري.

د خونې رئیس سیدکریم هاشمي ویلي، د روغتون د جوړېدو طرحه یوه ملي او بشري پروژه ده چې د سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه بنسټونو او خلکو په ګډو مرستو به عملي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button