حوثي ځواکونو د تعز ستراتیژیک ولایت د نیولو خبر ورکړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، حوثي ځواکونو ادعا کړې چې د یمن ستراتیژیک تعز ولایت یې په بشپړ ډول نیولی دی.
د راپورونو له مخې، د تعز د نیولو له لارې حوثي ځواکونه د یمن په جګړه کې یوې مهمې ستراتیژیکې سیمې ته لاسرسی موندلی شي.
د حوثيانو په مشرۍ د یمني حکومت سرچینو ادعا کړې، چې د یاد ولایت د نیولو په عملیاتو کې یې ۱۰۰۰ تنه مخالف وسله وال وژلي او زرګونه میله ډول-ډول درنې، سپکې وسلې او سلګونه شوبلې او نور پوځي وسایط یې هم نیولي دي.



