تاجکستان: د افغانستان ثبات د سیمې د امنیت لپاره مهم دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان لپاره د افغانانو ملاتړ او رغنده سیمه‌ییزو همکاریو ته دوام ورکوي.

مهرالدین ویلي، د سیمې امنیت او ثبات له افغانستان سره نېغ په نېغه تړاو لري او د افغانستان د ثبات لپاره سیمه‌ییزې همکارۍ مهمې دي. هغه د افغانستان د اقتصادي ودې او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د همکاریو د پراختیا پر اهمیت هم ټینګار کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button