د سعودي مفتي څرګندونو ته غبرګون-عبدالملک حوثي: د صحابه‌ کرامو د احترام په اړه زموږ دریځ روښانه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت مشر ” بدرالدین عبدالملک حوثي” د سعودي عربستان د مفتي “صالح الفوزان”د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې حوثیان د صحابه‌وو سپکاوی کوي، د نوموړي ادعاوې رد کړې دي.
حوثي ویلي: هغه کسان چې د صحابه‌وو د دفاع ادعا کوي، په حقیقت کې د صحابه‌وو موضوع د لویو ستونزو او اختلافاتو د رامنځته کولو لپاره مطرح کوي.
حوثي ټینګار کړی، چې د دوی په اړه د صحابه‌وو د سپکاوي ادعاوې ناسمې او بې‌بنسټه دي او په دې موضوع کې د هغوی پر وړاندې ناسم تبلیغات کېږي.
حوثي ټینګار کړی، چې دوی مسلمانان دي، ټولو صحابه کرامو ته پوره احترام لري او د صحابه کرامو په حق کې ګستاخي کفر ګڼي.

مربوطه مطالب

Back to top button