ولسمشر اردوغان: د نتنیاهو ځای د ملګرو ملتونو اسمبلۍ نه بلکې زندان دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر ‘بنیامین نتنیاهو” ځای د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې نه، بلکې زندان کې دی.
اردوغان د نتنیاهو پر ضد د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي، هغه باید د فلسطینیانو پر وړاندې د ترسره شویو کړنو له امله د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون پر ځای اوس زندان کې وای.
نوموړي دغه راز د فلسطین د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر دریځونو نیوکه کړې او د غزې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button