حوثي ځواکونو د «ارامکو» شرکت پر مرکز توغندیز او ډرون بریدونه کړٍي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې د سعودي پلازمېنې ریاض کې د «ارامکو» پر شرکت د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پراخ بریدونه ترسره کړي دي.
د یمني پوځ د اعلامیې له مخې، دغه عملیات د بالستیک توغندیو او ډرونونو په وسیله ترسره شوي او ادعا یې کړې چې ټول ټاکل شوي هدفونه په مستقیم او دقیق ډول ویشتل شوي او په هدفونو کې اور لګېدلی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې سعودي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر صنعا او د دوی تر کنټرول لاندې ولایتونو ۶۰ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ادعا کړې چې د وروستي تصعید له پیل راهیسې پر یمن د سعودي بریدونو شمېر ۱۴۱۰ ته رسېدلی دی.
د یمن پوځ خبرداری ورکړی چې د یمنیانو پر ضد د بریدونو دوام به د سعودي لپاره «درنه او لوړه بیه» ولري او ټینګار یې کړی چې دوی به د «محاصرې په مقابل کې محاصره او د تصعید په مقابل کې تصعید» تګلاره تعقیب کړي.
د اعلامیې په پای کې د یمن وسلهوالو ځواکونو ویلي چې تر هغه به خپلو پوځي اقداماتو ته دوام ورکړي، څو پر یمن بریدونه او محاصره پای ته ونه رسېږي.



