جوزجان کې د افغاني فرهنګ او لاسي صنایعو د معرفي کولو نندارتون جوړ شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ میزان ۱۴۰۵)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په جوزجان ولایت کې د «افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور» تر سرلیک لاندې یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې موخه یې د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ معرفي کول او د فرهنګي او هنري فعالیتونو ملاتړ و.
په دغه نندارتون کې د دولتي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، لیکوالانو، د پوهنتون استادانو، صنعت‌کارانو، ورزشکارانو او د جوزجان یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو په ټولنه کې د فرهنګ پر ارزښت او راتلونکو نسلونو ته د اسلامي او افغاني فرهنګي ارزښتونو پر لېږد ټینګار کړی دی. د نندارتون په ترڅ کې صنعت‌کارانو خپل لاسي صنایع او هنري تولیدات نندارې ته وړاندې کړل او یو شمېر لیکوالانو د فرهنګي ارزښتونو په اړه علمي مقالې هم وړاندې کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button