روسی سوداګر غواړي د کندهار ۵ زره ټنه انار پنځو هېوادونو ته صادر کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ میزان ۱۴۰۵)
یو روسی سوداګر غواړي د کندهار تر ۵ زره ټنو پورې انار روسیې، قزاقستان، ازبیکستان، جاپان او سویلي کوریا ته صادر کړي.
نوموړي د کندهار د انارو کیفیت او ځانګړی خوند ستایلی، خو ویلي یې دي چې د معیاري بستهبندۍ نشتوالی د صادراتو پر وړاندې لوی خنډ دی.
د کندهار د انارو بڼوالو او سوداګرو له حکومته غوښتي چې د بستهبندۍ ستونزې حل او نړیوالو بازارونو ته د صادراتو زمینه برابره کړي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي، هڅې روانې دي چې د ځمکې او هوا له لارې بهرنیو بازارونو ته د انارو د لېږد زمینه برابره شي.



