د عامې روغتیا وزير: خصوصي روغتونونه دې د درملنې لګښتونه کم او د خدمتونو کیفیت لوړ کړي

کابل ټکی کام (سهشنبه، ۲۸ تله ۱۴۰۵)
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ د بهیر د پایلو د اعلان په غونډه کې له خصوصي روغتونونو غوښتي، چې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او د درملنې لګښتونه کنترول کړي.
نوموړي ویلي، خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر هم له ستونزو سره مل دی؛ له همدې امله باید په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او لګښتونه راکم شي.
ښاغلي جلالي زیاته کړې، د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر به د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښهوالي، د بیو په کنټرول او د روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.



