مهاجرينو وزارت: د پاکستان له بندخونو ۲۹۱ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله ۱۴۰۵):
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۹۱ افغان کډوال، چې د بېلابېلو مودو لپاره بندیان وو، ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو ۲۷ تنه د سپین بولدک او ۲۶۴ تنه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې تر ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.


