افغانستان سره د سوداګرۍ د ستونزو له امله د پاکستان د درملو صادرات ۱۳۸ میلیون ډالره راکم شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله ۱۴۰۵):
د پاکستان د درملو صادرات په ۲۰۲۶ مالي کال کې له ۴۵۷ میلیون ډالرو څخه ۳۱۹ میلیون ډالرو ته راکم شوي، چې شاوخوا ۱۳۸ میلیون ډالره کموالی ښيي.
پاکستانۍ ورځپاڼې «بزنس ریکارډر» راپور ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ ګډوډي د دغه کموالي له مهمو لاملونو څخه ده.
د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې د شمېرو له مخې، پاکستان په ۲۰۲۵ مالي کال کې افغانستان ته د ۱۵۵.۶ میلیون ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو، چې د دغه هېواد د درملو د ټول صادراتو نږدې ۳۴ سلنه جوړوي.


