تحريک طالبان پاکستان وايي، کرک کې يې د سيټيډي مرستیال قوماندان له دوو نورو افسرانو سره وژلی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ تله ۱۴۰۵)
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې (سيټيډي) مرستیال قوماندان او د امنیت امر ډياېسپي عمرانالدین یې له دوو نورو لوړپوړو افسرانو سره يو ځای وژلي دي.
د دغه تحریک په وینا، یاد کسان د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د خرم محمدزۍ په سیمه کې وژل شوي دي.
ټيټيپي په داسې حال کې د یادو افسرانو د وژلو ادعا کوي، چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کلونو کې د پاکستان پوځي رژيم عسکرو او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.



