یحیی سریع: عمرې ته د لېږدونکو زیارت کوونکو الوتکې له یمن سره تر همغږۍ وروسته سعودي ته سفر کولی شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي چې د عمرې ادا کولو لپاره مسافر وړونکې الوتکې کولی شي، چې له یمن سره تر اړیکې او همغږۍ وروسته سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د نوموړي د دې څرګندونو له مخې، د عمرې زیارت کوونکو د لېږد الوتنې له یمني لوري سره د همغږۍ له لارې ترسره کېدای شي.
یحیی سریع دغه راز یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د سعودي هوایي حریم او هوایي ډګرونه خوندي نه دي او هیڅ بله الوتکه دې ورتلو ته زړه نه ښه کوي.



